مزار: یوه خصوصي شرکت برقي ریکشې تولید کړي چې ۳ ساعته کې ۷۰ کېلومتره مصافه وهي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اقتصاد خبرونه

مزار: یوه خصوصي شرکت برقي ریکشې تولید کړي چې ۳ ساعته کې ۷۰ کېلومتره مصافه وهي – افغان وطن

د افغانستان د نویو تولیداتو له جملې څخه دغه نوې برقي ریکشې دي، چې مزارشریف کې د یوه خصوصي شرکت لخوا په شخصي لګښت جوړې شوې دي

د دغه شرکت مرستیال ”مصطفي نیازي“ رسنیو ته ویلي، دغه ریکشې چې د چارجري بیتریو په مرسته چلیږي، په شخصي لګښت یې جوړې کړي، دولتي او غیر دولتي موسیسو ورسره مرسته نه ده کړې

دی وایي، یادې ریکشې په دریو ساعتونو کې تقریباً ۷۰ کېلو متره مصافه طی کوي

نیازی زیاتوي، په ریکشو کې نسب شوې چارجري بیترۍ کولی شي تر دریو ساعتونو پورې برق ذخیره کړي

نیازي ویلي، که یادې ریکشې په ښه بیه خرڅې شوې او د مشتریانو له ملاتړ او هرکلي څخه برخمن شو؛ خپلې هڅې به لا ګړندۍ کړي

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *