د اټومې جګړې د پیل کیدو پر وخت خوندي ځای کوم دی؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
ټکنالوجي خبرونه

د اټومې جګړې د پیل کیدو پر وخت خوندي ځای کوم دی؟ – افغان وطن

که اتومي جګړه پیل شي؛ نو تر ټولو امن ځای چې باید ورته ځان ورسوئ، کوم دی؟

د (Anonymous) ویبپاڼې له قوله؛ دا وخت روسان په دې ډاډمن شوي، چې کیدلی شي دریمه نړیوال جګړه هر وخت پيل شي؛ نو دوی اوس د داسې پټنځایونو د جوړولو په لټه کې دي، چې د ورځني ژوند هر ډول اسانتیاوې پکې وي.

البته ویل کیږي، چې دا پټنځایونه یوازې د شتمنو خلکو لپاره دي او دا چې پاتې خلک به کومې خواته پناه وړې لا څرګنده نده.

بل لوري ته د ټولنیزو رسنیو فعالان بیا وایې، چې دا خبر د هغو خلکو لپاره ښه ندی، چې په شمالي نیمه کره کې هستوګنه کوي.

که دا پیښه را منځته شي؛ نو په دې سره به روسیه او د زیات شمیر اروپایي هیوادونو په شمول به امریکا هم د راډیو اکټیو پر کنډوالو بدل شي، چې د کوم کس د ژوندي پاته کیدلو په صورت کې به د خپلې بقا لپاره دغه کس د ژوند تر پایه په جګړه بوخت وي.

نړۍ به داسې وي لکه (World War Z) د فلم صحنې، چې پرته له زامبیانو به پکې نور څه نه وي او یوازې ورانۍ او کنډوالۍ وي.

البته د ټولنیزو شبکو زیاتره کارونکي بیا د نیوزیلنډ هیواد په ګوته کوي، چې د لرې والې له وجې پکې د ژوندي پاتې کیدو امکان ډير دی.

دوی وایي؛ دا چې د اټومي آثارو لیږدیدل دغه هیواد ته ډیر لږ دي او له استراتیژیک پلوه دغه هیواد مهم نه دی؛ نو څوک زړه نه ښه کوي تر څو دغه هیواد ته د جګړې لپاره ورشي.

پیټر باسکرویل _چې د (کوارا) ویبپاڼې لیکوال دی_ په دې باور دی، چې د جګړې له صحنو څخه د دغې جزيرې لریوالی او ور سره دا چې خاوره یې هم حاصلخیزه ده او خوږې اوبه لري په داسې حالاتو کې د ژوندي پاته کیدلو لپاره وړ ځای دی.

یو شمیر نور بیا په دې باور دي، چې د اټومي جګړو د پیښدو پر مهال د استرالیا هیواد د ”پرت“ ښار د ژوند لپاره زیات وړ دی.

خو د بریتانیا مشهوره ورځپاڼه ګارډین بیا وایي، چې داسې مهال د ژوندي پاته کیدلو لپاره د جنوبي ارام بحر د “ایستر” جزیره ښه ځای دی.

هغه سافټ ویر، چې ګارډین ته طراحي شوی دی، پکې ښودل شوې، چې د دریمې نړیوالې جګړې د پيښيدو په وخت کې تر ټولو ښه ځای به جنوبي قطب وي.

د رسمي شمیرنو له مخې په شمالي نیمه کره کې د نړۍ له نیمایي زیات وګړي ژوند کوي او که اټومې جګړه پيښه شي؛ نو دغو خلکو ته به دا ځای په جهنم واوړي.

باید وویل شي، چې هایدروجني بم چې تر آټومي بم زیات قوي دی، که په کوم ځای ولویږي؛ نو تر ۱۶ کیلومترو مربع هر شی له منځه وړلای سي، چې ورسره د انسان پوستکی اوبه کیږي، ونې اور اخلي او که څوک یې له لومړنۍ چاودنې څخه ژوندی پاتې شي؛ نو د هوا په راډیو اکټیو باندې مسمومیږي.

د ۱۹۷۰میلادي کال په وروستۍ لسیزه کې یو راپور د ټیکنالوژۍ د دفتر له خوا د امریکا کنګرې ته وړاندې شو، چې پکې ویل شوي وو؛ د امریکا ۷۰ سلنه وګړي به د اټومې جګړې په پایله کې له منځه لاړ شي.

ډیری هغه خلک، چې د اټومي هیوادونو اوسیدونکي دي د امریکا، روسیې، شمالي کوریا او چین د مخالفتونو له امله د دریمې نړیوالې جګړې له پیښیدو اندیښمن دي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *