سعودي: ښځو د موټر غلا ته لاس واچولو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

سعودي: ښځو د موټر غلا ته لاس واچولو – افغان وطن

د برتاینه ټایمز ورځپاڼه وایي، په لومړني ځل په سعودي کې یوې ښځې موتر غلا کړی دی چې سعودیان یې هک پک حیران کړي

یوه ویډیو ښیي، چې د سعودي د دمام ښار په یوه تمځای کې د موټر خاوند موټر دروازه نه وه بنده کړې، چې یوه ښځه راځي او دغه موټر غلا کوي

په راپور کې وړاندې راځي، چې دغې ښځې له یوه څه وخت انتظار او شاوخوا کتلو ورسته موټر ته لاس اچوي او په خورا مېړانه یې غلا کوي

دوه میاشتې مخکې په سعودي کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه خو دغې ښځې یې بیا غلا ته لاس اچولی، د دغې ښځې انځورونه د ځینو کیمرو په مټ اخستل ششوي او د سعودي په ګلیو کې لګېدلي دي

ورځپاڼه د دغې غلګنې ښځې لپاره مجازات غواړي

همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *