هغه سرتیری چې افغان دولت یې کورنۍ ته جسد سپارلی وو بیرته ژوندی شو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

هغه سرتیری چې افغان دولت یې کورنۍ ته جسد سپارلی وو بیرته ژوندی شو – افغان وطن

دوه کاله وړاندې د افغانستان دفاع وزارت د ”رحیم الله” په نوم د یو سرتیري جسد د هغه کورنۍ ته سپارلی وو او ورته ویلي یې وو، چې دا ستاسو د زوی جسد دی او نوموړی په هلمند کې د وسلوالو په برید کې وژل شوی دی

وروسته یې د نوموړي سرتیری پلار هم حج ته لیږلی او کورنۍ یې په رحیم الله پسې خیراتونه هم وکړل

خو د وسلوالو طالبانو له لوري دوه ورځې مخکې په هلمند ولایت کې یو شمیر بندیان ازاد شول او خپلو کورنیو ته ولیږدول شول چې د دوه کالو راهیسې له دوی سره بندیان وو او چا یې پوښتنه نه کوله

د ژوند سره سره وژل شوی رحیم الله هم په دغو بندیانو کې وو چې د کورنۍ له لوري له دفن کیدو دوه کاله وروسته کور ته ژوندی راغی

رحیم الله وایي، چې کور کې هیچا هم زما د راتګ خوشحالي نه کوله او کورنۍ یې ګومان کاوو چې ګواکې پیری د دفن شوي رحیم الله په شکل کې ورته راغلی دی

وروسته نوموړی خپل قبر ته ورغلی، کوم کې چې د رحیم الله په نوم جسد دفن شوی وو او خپل قبر ته یې دوعا وکړه

دا لومړی ځل پیښه ده چې یو تن وژل شوی او دفن شوی سرتیری بیرته ژوندی خپل کورته راځي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *