د سترو ګواښونو له امله هالنډ کې د ګستاخۍ انځوریزه سیالي لغوه اعلان شوه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د سترو ګواښونو له امله هالنډ کې د ګستاخۍ انځوریزه سیالي لغوه اعلان شوه – افغان وطن

د راپورونو له مخې، هالنډ کې د پارلماني وکیل ”ګیرټ وایلډر“ له لوري د ناموس رسالت په وړاندې د ګستاخۍ انځوریزه سیالۍ لغوه اعلان شوې ده

وایلډر رسنیو ته ویلي، په دغو سیالیو کې د برخې اخیستنې له امله ورته ګواښونه شوي او ژوند یې له ستر ګواښ سره مخ دی چې له همدې وجې یې دغه سیالي لغوه اعلان کړه

وایلډر ویلي و، نومبر میاشت کې به د ناموس رسالت په حق کې ګستاخانه انځوریزه سیالي ترسره کوي (العیاذ بالله) چې تر ۲۰۰ زیات انځورګر به پکې شرکت کوي او ګټونکي ته یې لس زره ډالره جائزه ټاکلې وه

د وایلډر دغې پرېکړې په اسلامي نړۍ کې پراخ غبرګونونه راوپارول او دا دی اوس خبیث ”وایلډر“ له خپلې ناوړې پرېکړې په شا شوی دی

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *