احمد فرید: هغو علماؤو چې جهاد یې فتنه بللی، د هالنډ ګستاخي ته په کومه سترګه ګوري؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

احمد فرید: هغو علماؤو چې جهاد یې فتنه بللی، د هالنډ ګستاخي ته په کومه سترګه ګوري؟ – افغان وطن

د راپورونو له مخې د بهرنیو اډو پر ضد د ملي جبهې مشر ”حاجي احمد فرید“ په هالنډ کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت ”محمد ﷺ“ په شان کې د ګستاخانه انځوریزو سیالیو په اړوند توند غبرګون ښودلی دی

ښاغلي حاجي ”احمدفرید“ ویلي، هالنډ حکومت دغه انځوریزه سیالي د مسلمه امت د تهدید او ځورونې په موخه تر سره کوي، چې هیڅ د توجیه وړ نه ده

نوموړی وایي، د دوی دغه له نفرته ډک عمل به د ټولو غیورو مسلمانانو احساسات راوپاروي، خاصکر د مجاهدو ټولګیو او همدا به د دوی د زوال سبب شي ان شآءالله

حاجي فرید ویلي، ځینې خلک خپل رزق، خیر او شر د یهودو او نصاراوو تر چتر لاندې پلټي، له همدې وجې دوی همدغه ترورست قوم ته د پوځي اډو په ورکړه ټینګار کاوو

که بالفرض هالنډ حکومت له دغو ډالر پروشو وغواړي چې د ګساتخي انځوریزه سیالي کې له دوی سره ګډون وکړي؛ دوی ورته اماده دي ځکه د دوی ټول فکري تمرکز پر مادیاتو راڅرخي

خو احمد فرید هغه مفتیان هم تر کلیکې پوښتنې لاندې راوستي دي، چې اندونیزیا او مکه مکرمه کې یې د دغو غاصبو او له نفرت ډکو کفارو پر ضد مقدس جهاد فتنه وباله، دی وایي، هغه مفتیان چې مقدس جهاد یې فتنه بللی د هالنډ دغې ګستاخي ته په کومه سترګه ګوري؟

په آخر کې یې دغه علماء مخاطب کړي، چې تاسو که اوس هم خاموشي اختیار کړی؛ د قیامت په ورځ به الله تعالي او رسول الله ﷺ ته څه ځواب وایاست؟

حبیب ښاد

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *