تر ۲۰۲۲ پورې په فضا کې نوی او د ټیټې بیې هوټل جوړیږي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان

تر ۲۰۲۲ پورې په فضا کې نوی او د ټیټې بیې هوټل جوړیږي – افغان وطن

یو سټارټ اپ غواړي چې په فضا کې یو داسې هوټل جوړ کړي، چې د ۱۲ شپو کرایه به یې نهه نیم ملیون ډالره وي.

سپېس ویبپاڼه لیکي چې شتنمن سیلانیان کولای شي، په راتلونکو څلورو کالونو کې د دې فضایي هوټل په چکر وخیژي او هلته میلمانه شي.

دا هوټل چې Aura Station په نامه نومول کیږي، اورین سپن سټارټ اپ یې په اړه ویلي چې د دې هوټل تم ځای به په ۲۰۲۱ کې پرانستل شي، او په ۲۰۲۲ کې به د دې هوټل دروازې د سیلانیانو پر مخ خلاصې شي.

فرانک بنکر چې د دې کمپنۍ اجرأیه رئیس دی وایي، د دې لوکس هوټل د ۱۲ شپو لپاره نهه نیم ملیون ډالره ټاکل د هغو پیسو په مقابل کې ډیرې کمې دي کومې به چې د مخکنیو فضایي سفرونو لپاره ټاکل شوې وې.

بنکر واړندې وایي، چې اوس د ټیکنالوژۍ او نوښتونو وخت د فضاي تم ځایونو امکانات لا لوړ کړي دي.

یاده دې وي چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ پورې ۷ کسانو د فضا د تم ځایونو سفر کړی چې د هر سفر لګښت یې له ۲۰ تر ۴۰ ملیون ډالرو پورې رسیدلی دی

آرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *