ایران د ”کوثر“ په نوم د پرمختللې الوتکې په جوړیدا خپله وړتیا څرګنده کړه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
ټکنالوجي خبرونه

ایران د ”کوثر“ په نوم د پرمختللې الوتکې په جوړیدا خپله وړتیا څرګنده کړه – افغان وطن

د سه شنبې په ورځ ایران د کوثر په نوم لومړنۍ پرمختللې جنګي الوتکه د دغه هېواد د دفاعي صنعت د ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د ایراني صنعت تر عنوان لاندې خلکو ته وړاندې کړه.

د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی؛ چې کوثر جګړه کوونکې الوتکه ده، ورسره په ډير پر مختللي سیسټم سمباله ده او د ویشتلو ځانګړی توان لري.

د یادې الوتکې د پېژندنې په غونډه کې ولسمشر حسن روحاني هم ګډون درلود او د غونډې ګډونوالو ته یې د کورنۍ الوتکې صنعت په اړه خبر ورکړ.

اژانس زیاته کړې، کوثر پر مختللې ایرانۍ الوتکه ده، چې د جوړښت چارې یې د ایران د دفاع وزارت د هوایي ځواک اړوند ځانګړو پوهانو له لورې تر سره شوې دي.

د الوتکې اړوند ویل شوي دي، کوثر جنګي الوتکه په داسې ډيجیټل پوځي الاتو سمباله ده چې د پوځ څلورم نسل بلل کیږي او ور سره کوثر الوتکه د هدف ویشتلو له پاره د کمپیوټر کارولو او د بالیستکي توغندیو د ویشتلو وړتیا هم لري.

دا ډول کوثر جنګي ايرانۍ پرمختللې الوتکه د عصري رادار په درلودلو سربیره له نورو ډول ـ ډول ځانګیړنو څخه برخمنه ده.

باید وویل شي، چې له ډېر وخت راهیسې د امریکا او ایران تر منځ اړیکې کړکیچنې دي، چې پر ایران د بندیزونو لګولو سربیره په یمن کې د ترهګرو او سوریه کې د جنګیالیو په مرسته تورنوي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *