ایپل شرکت پریکړه کړې، چې په یوځای به د 3 نوو تلیفونونو تعارف وکړي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
ټکنالوجي خبرونه

ایپل شرکت پریکړه کړې، چې په یوځای به د 3 نوو تلیفونونو تعارف وکړي – افغان وطن

د آی فون په دريو نوو او عصري ماډلونو کې آی فون 9، آی فون 11 او آی فون 11 پلس هم شامل دي

د متحده ایالاتو شرکت ایپل پریکړه کړې چې سږکال به 3 نوي تلفونونه معرفي کړي

د ټیکنالوژۍ ویب پاڼې ګیجټس ناؤ د خبرونو په مطابق، د ایپل شرکت د دې کال د سپتمبر په دوولسمه د درو نوو تلیفونونو د معرفي کولو پریکړه کړې ده، په کوم کې چې آی فون 9، آی فون 11 او آی فون 11 پلس درې نوي او عصري ماډلونه تلیفونونه شامل دي

د راپورونو له مخې، د آی فون 9 ماډل به د ای فون ایکس په څیر وي، کوم چې ایپل کمپنۍ د خپلې د لسم کلیزې په جشن کې د غوره ځانګړتیاوو سره متعارف کړی وو، دا پداسې حال کې چې د آی فون 9 اسکرین به 6.1 انچ وي او آی فون 11 او آی فون 11 پلس دواړه به د آی فون ایکس ټو او آی فون ایکس پلس په څیر وي، چې د هغه د ترتیب سره به یې سکرینونه 5.8 او 6.5 انچ وي، خو حال دا چې د دوی ایل آی ډي سکرینونه ”فولډیبل“ یعني د کاغظ په څېر به کتېدونکی وي

د دې نوي ماډلونو سره، USB ” یعني چارجونکی او او د ډاټا لیږد لپاره کارېدونکی“ چارجر به وي او په دې ماډلونو کې به د پخوانیو ماډلونو په پرتله، کیمرې هم د عصري ټیکنالوژي لرونکې وي

په دغو دریو ماډلونو کې، آی فون 9 ټیټه نرخ لري مګر د عادي سمارټ فون په پرتله به دا ډیر ګران وي

انجینر همام پکتین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *