ﻣﭽﻮﻏﻨﻪ ”مچ لوغزه“ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

ﻣﭽﻮﻏﻨﻪ ”مچ لوغزه“

لیکوال: آرمل مبین

ایا مچوغنه مو لیدلې ده؟
ایا د مچوغنې په اړه مو څه اوریدلي؟
مچوغنه د کوم شي نوم دی؟
په دې اړه باندې په لاندې لیکنه کې پوهیدلی شئ.

مچوغنه د افغانستان د خلکو یو تاریخي اثر دی چې د ځان ساتنې، څاروو ساتنې او ښکار لپاره ترې ګټه پورته کیده او کیږي.

په پښتو کې په ”مچوغ نه“ او ”مچ لوغزه“ دواړو نومونو نومول کیږي.

مخکنیو خلکو به د څرمنې څخه د دریو ګوتو په اندازه یوه ټوټه جلا کوله چې اوږدوالی به یې د پلن والي دوه برابره وه، بیا به یې د دې په سرونو کې سوري جوړل کړل او په هغې کې به یې کلک تارونه اچول، په یوه تار کې به یې د لاس وړه ګوته دننه باسله او دوهم تار به یې له هغې سره یو ځای وه نیوه، بیا به يې د څرمنې د ټوټې په منځ کې یو کاڼۍ کیښوده، له هغې وروسته به یې د سر پاسه تاووله کله به یې چې تارونه پریښودل؛ نو کاڼي به په تیزۍ سره د هدف په لور حرکت کاوه او په هدف به لګیده.

د نړۍ په ټولو هیوادنو کې له مچوغنې کار اخیستی شوی دی، اما د اسټرلیا خلکو بیا هیڅ کله هم مچوغنه نده استعمال کړې، ځکه هغوی تل نیزه کارولې ده.

د مچوغنې د ابتدائي تاریخ په اړه باندې کره معلومات ندي تر لاسه شوي، خو دومره معلومات شته چې حضرت داؤد علیه السلام د جالوت په وژلو کې له مچوغنې کار اخیستی دی او د دې خبرې ثبوت له توریت او انجیل دواړو څخه کیدلی شي، هلته د داؤد علیه السلام په اړه شته چې هغه د مچوغنې په مرسته جالوت وژلی دی.

د جنوبي امریکا د ”پیرو“ د ساحل په غاړه یوه مچوغنه وموندله چې ۲۵۰۰ کاله پوخوانی ده، د مصر په “توت انخامون“ کې د ۱۳۲۵م نه راپه دېخوا د فرعون په مقبره کې هم یوه مچوغنه موجوده ده او هلته پراته ده.

ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ یو له هغو هیوادنو څخه دی چې مالداري پکې زیاته ده، د افغانستان پخواني خلکو اکثرو یې شپاني کړي.

دې خلکو د خپلو ګډو وزو د ساتنې لپاره ډیر وخت له دې ساده وسلې څخه استفاده کړې ده او اوس هم ﭘﻪ ﻟﺮﯤ ﭘﺮﺗﻮ ﺳﯿﻤﻮ ﮐﯥ له ځینو شپونکیو ﺳﺮﻩ ﺩﺍ ﺳﺎﺩﻩ ﻭﺳﻠﻪ لیدل کیږي.

او مچوغنې ته ”ﺷﭙﻮﻥ ﻟﯿﻨﺪﻩ“ هم ویل کیږي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *