اسلام او عقلانیزم: / پنځمه برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

اسلام او عقلانیزم: / پنځمه برخه – افغان وطن

____________________________
لیکوال: ملاحبیب اللّه ”مؤذن “
____________________________
….په تېرپسې

بلکه د عقل په تَلَهْ، د شریعت په تَلَلُو کې منفي اود بندګۍ خلاف روش دادی:
چې په شریعت باندې عمل کول، د اسرارو ترعلم پورې موقوف وګڼل شي؛ یعنې یو څوک، د دین په کوم حکم باندې، له شرحِ صدر سره، تر هغې پورې عمل کولو ته تیار نه وي تر څو یې چې په ذهن کې د دې حکم، عقلي او ساینسي وجه او توجېه نه وي راغلې! او یا دا چې هرکس اوناکس، د دین په مصالحو باندې، د پوهیدلو ناکامه هڅه وکا؛ ځکه دا کار، د هیڅ بشر په وس، پوره ندی چې د شریعت د احکامو، ټول اسرار دې د خپل محدود عقل په ګرفت کې راولي!

هو! د خپل بشري وس مطابق، ځینې خاص خلک دا کار کویشي؛ خو پدې شرط چې د نورو ګڼو ظاهري علومو سربیره به یې، د روحانیت په عالم کې، د وَهَبي معارفو او حقا یقو څَکه هم کړې وي!
کوم ظاهري علوم، چې پدې فن کې د څه ویلو اویا لیکلو لپاره ضرور دي، هغه هماغه علوم دي کوم چې د قرآن د تفسیر لپاره ضرور دي؛ او لکه څنګه چې په تفسیر علم کې له ځانه د څه ویلو حق هیچاته هم حاصل ندی؛ نو همدغسې به په دې فن کې هم هره خبره، قرآن، احادیثو،او یا د صحابه وو آثارو ته راجع وي!
د دې فن غموض او دقّت ته په پام، ځکه هم دا علم د تاریخ په اوږدو کې، یوازې د راسخو علماوو تر منځ محصور پاته شوی!

خو زما په قاصر فکر، د شرعي احکامو، د مصالح پوهنې په هکله چې د کوموسختو شرایطو یادونه وشوه، پدې هکله تفصیل موجود دی اوهغه دا چې:
د دین د احکامو مصالح اواسرار په دوه ډوله دي:

۱- اخروي.
۲-دنیوي/معاشرتي. یاساینسي/طبّي.

د لومړي ډول اسرارو او د هغو د پوهې حاصل دادی چې: اللّه تعالی د شریعت ټول احکام، له داسې ځانګړتیاوو سره عیار کړي چې کوم انسان یې په صحیح او شرعي طریقه سره عملي کا؛ نو ترڅو چې ژوندی وي د دې بنده د روحاني ترقۍ اولا ډیر دیانت سبب کیږي. اوچې کله همدا انسان مړشي نو د برزخي او اخروي ژوند په اوږدو کې یې، په همدې شرعي احکامو عمل کول، د هوساینې او آرام سبب کیږي.

د شرعي احکامو دوهم ډول اسرار او ګټې هغه دي چې د دې فاني ژوند تر حدودو آخوا د تجاوز وړتیا نلري.

نو د اسرار الدین لومړی طرز له دې نه بحث کا چې ولې او څنګه په دین باندې عمل کول انسان دې دنیوي،برزخي او اخروي سعادت ته رسوي!؟ د دې فن د دې طرز حق، ښایي بل چا په هغه اندازه او ترتیب سره نه وي ورپوره کړی؛ په کومه چې شاه ولی الله دهلوي (رحِمه اللّه) ورپوره کړی؛ ځکه نوموړي په خپل نا آشنا کتاب “حجةالله البالغة”کې، لومړی د شرعي نصوصو په بنیاد، داسې قواعد وضعه کړي، که یوڅوک یې مطالعه کړي؛ نو د کتاب په دوهمه برخه کې د شرعي احکامو ذکر شوي اسرار به یې په ډیره آسانۍ په ذهن کې ځای ونیسي؛ خو چونکه نوموړی کتاب ډیر مغلق او په لوړه سویه لیکل شوی؛ نو له همدې وجې یې مطالعه کول اوترې ګټه اخستل حتی د هرعالم د وس خبره نده!

پدې کې شک نشته چې د دین دوهم ډول اسرار، د لومړي قسم په نسبت ثانوي مقام لري. د دې ډول ګټو بیانول اوعامول په طبعي توګه، د ساینسي اوطبّي تحقیقاتو له ودې سره ډیره وده کوي.

د ما په قاصر فکر، د دې قسم له لومړي قسم سره څو توپیرونه شته:

۱- کوم سخت شرایط، چې د لومړي قسم لپاره اړین دي، هغه د دې قسم لپاره ضرور نه دي؛ ځکه دا اسرار او پوهه یې له دین سره هیڅ ډول تعلق نلري؛ ځکه هم نن سبا چې په مارکېټ کې په همدې هکله کوم آثار تر سترګو کیږي؛ نو د ډېرو لیکوال یې د دین باقاعده علماء ندي.

۲- په لومړي قسم مصالحو باندې علم راتلل، په زړونو کې د دین عظمت او وقعت ته هېڅ تاوان نلري؛ بلکه لا د ديني بهبود، ترقۍ او د دیني احکامو د عظمت سبب کیږي؛ خو دوهم ډول یې بیا داسې ندی.

۳-لومړی ډول مصالح، د شرعي احکامو اصلي منشأ، مدار او مقصود دی، او د دین له احکامو نه ماسوا یې له نورو لارو نه حصول هېڅکله ممکن ندی؛ خو دوهم ډول اسرار بیا د دیني اوامرو اصلي منشأ او مدار ندی! او همدا راز ممکنه ده چې همدا ثانوي ګټې دې له نورو بشري لارو نه هم حاصلې کړی شي.

کومو مزاج شناسو اومحتاطو علماوو چې د دین د اسرارو د بیانولو مخالفت کړی اودلیل یې دا ویلی چې که دا بیان شي؛ نو د نن سبا، آزادي پسنده مزاجونو ته په پام، د دې احتمال بیخي ډیر دی چې د دیني احکامو وقعت دې د خلکو له زړونو کډه وکا او دا عقیده دې ورسره پیداشي چې همدا ګټې د شریعت اصلي مقصود دی او تر دې لا خطرناکه خبره دا چې کیدی شي له بلې لارې نه د دې مصالحو حصول دې، د دین د احکامو په بیخي پریښودلو باندې تمام شي چې دا بیا د دین د بیخ کنۍ په معنا ده. نو د دې علماوو دا خبره او تشویش هم همدې دوهم قسم ته راجع دی؛ ځکه همدا قسم ګټې او اسرار له نورو لارو نه هم حاصلیدی شي اوهمدا قسم ګټې او مصالح هیڅکله د دین اصلي مقصود ندي. او د همدې ثانوي ګټو پوهه او علم د دیني عظمت د نشتوالي سبب کیږي..
_______________________
نور بیا..

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *