تصوف د عبدیت معراج – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

تصوف د عبدیت معراج – افغان وطن

لیکنه: آرمل مبین

یو روحاني سالک که کله غواړي چې وصول الی الله وکوي؛ نو تر ټولو مهمه او لومړیتوب د دې خبرې دا دی چې تخلیٰ عن الرزائل وکوي چې بیا د لمانځه، روژې، زکوة، حج، اذکارو، اورادو او مراقباتو په ذریعه سره کولی شي وصول الی الله وکړي او د فنا فی الله مقام ته ورسیږي چې دې سفر ته د عروجي سفر نوم ورکول شوی دی.

کله چې د فنا فی الله په مقام فائز شي؛ نو سالک د سیر فی الله سفر شروع کړي؛ نو بیا د ده لپاره مهم مقام د بقا بالله دی چې دی بقا بالله ته ځان ورسوي ځکه دلته مقام د بقا بالله مقصودي ګرځي، چې دې سفر ته د نزولي سفر نوم ورکړل شوی دی.

خو دا چې کله به سالک د بقا بالله مقام ته رسیږي؛ نو دلته دا خبره د یاد وړ ده چې د بقا بالله مقام ته د رسیدا لپاره د ډیر وخت د صرف کولو اړتیا شته، حتی بعضې سالکین داسې هم وي چې دوی مړه شي، خو د دوی سیر فی الله همداسې جاري وي چې دا د دوی د ولایت په کرامت دلالت کوي.

البته کله چې سالک د بقا بالله مقام ته ورسیږي؛ نو دا سالک هغه مقصود ته چې ده یې ډیر وخت د لاس ته راوړلو کوشش کاوه ورسیده چې دا تر ټولو لذت او د مزو ځای دی.

د فنا فی الله په مقام کې سالک د سکر، استغراق او لاشعوری په حال کې وي او د بقا بالله په مقام کې سالک د هوشیارې او د شعور په مقام کې وي، یا په بله ژبه چې په سیر فی الله کې سالک ابن الحال وي او په بقا بالله کې سالک ابوالحال وي چې بیا د وصال په وجه د رب د لقا په مزو کې ډوب وي او د هجران په اور کې د مزو په لټه کې د پتنګ په څیر دودیږي چې دې مقام ته د جامعیت مقام ویل کیږي چې دا د عبدیت اعلی او لوړه مرتبه ده.

د جامعیت مرتبه لوړه په دې ده چې دلته بیا د سالک په عبادت کې یو قسم ذوق، خشوغ او خضوغ، عاجزې او نیاز، اخلاص او صدقت پیدا کیږي چې داسې عبادت مقبول ترین او د انساني خلقت مقصد دی.

#اسلامي_تصوف

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *