فاریاب: ګڼ محلي پولیس د کلابندۍ وروسته وسله وال طالبانو ته تللي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

فاریاب: ګڼ محلي پولیس د کلابندۍ وروسته وسله وال طالبانو ته تللي

راپورونه وایي، وسله وال طالبانو له تیرو درې ورځو راهیسې د فاریاب ولایت د پښتونګوټ ولسوالۍ په ګلدرې،.چقماق او زر شوې سېمو کې د پولیسو په پوستو پراخ بریدونه کړې چې په ترڅ کې د مشهور قومندان ملا جمعه خان په مشرې ۴۴تنه محلي پولیس طالبانو تللي.

محلي پولیس هغه مهال تسلیم شوي چې له تیرې درو درځو راهیسې د وسله وال طالبانو لخوا کلا بند پاته ول.

دغه راز تېره ورځ د فاریاب والي ډاګټر نقیب الله فایق له دغه ولایت مرکز څخه ۱۰۰تنه په وړو او غټو وسلو سمبال عسکر د کلابند شویو محلي پولیسو د مرستې لپاره را غوښتې وو، خو په لاره کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه شول.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *