د را رسيدلي خبر له مخې په اندونیزیا کې یوې زور ورې زلزلې د لومبوک په ټاپو کې ۸۲ کسان وژلي او لسګونه نور ټیپان دي.
د دغې زلزلې کچه د ریختر په کچه پوره ۷ وه او ژوروالی یې لس کیلو میتره ښودل شوی دی چې له کبله یې ډېرې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د اندونیزیا د بیړنیو حالاتو څار ادارې وایي، د زلزلې وروسته پریښنا قطع شوې چې له کبله یې د مرستې لړۍ یې ټکنۍ شوې ده
دغې زلزلې تر ټولو زیاته ویجاړې د لومبوک په متارام ښار کې شوې ده چې ګنې ودانۍ او هوټلونه پکې له منځه تللي.
د یادونې ده چې نږدې یوه اونۍ وړاندې هم ۶.۴ درجې زلزله شوې وه چې ۱۵ تنه پکې وژل شوي و.
زلزلې په دغه تفریحې سیمه کې چې ساحلونه او غرونه لري، د سیلانیانو پام یې ځانته اړولی دی.
اجمل هڅاند
څرگندون