څه وکړو چې ماشومان مو زیات چاغ نه شي؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

څه وکړو چې ماشومان مو زیات چاغ نه شي؟

په ماشومانو کې د روغتیا تر ټولو ښه نښه د هغوی نورمال وزن دی؛ چاغښت په ماشومانو کې له درې کلنۍ وروسته شروع کېږي چې ورسره د میندو او پلرونو اندېښنه هم له همدغه ځایه پیلېږي.

په ماشومانو کې د چاغښت د مخنیوي لپاره باید د هغوی په غذایي رژیم کې بدلون راوستل شي. په غذایي رژیم کې بدلون په دې معنا نه دی چې کموالی دې پکې راوستل شي.

ماشوم د خوراکي توکو له ترکیب څخه بې خبره وي، نو له همدې کبله د یوه منظم غذایي رژیم لپاره د هغوی مجبورول یو څه ستونزمنه خبره ده او بله دا چې ماشوم کولی شي په پټه هم له خپل غذایي رژیم څخه سرغړونه وکړي او ورځ تر بلې یې وزن زیات شي.

هڅه وکړئ هره میاشت مو د خپل ماشوم وزن او قد سره پرتله کړی او غذایي رژیم ته یې پاملرنه وکړئ. تر ټولو ښه خبره دا ده چې ماشوم د تغذیې د برخې متخصص ته بوځی، څو ورته منظم غذایي مهالوېش جوړ کړي او په سم ډول یې عملي کړئ.

ماشوم ته باید په ورځني ډول منظم خواړه برابر شي. اجازه مه ورکوئ چې ماشوم د ټلوېزیون د کتلو پر مهال خواړه وخوري.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *